Radio Inter Fm


 

 Hjemmeside

 

 Ukens Program

 

 Redaksjoner

 

 Lytt Live

 

 Kontakt

 

 Gjestebok

 

 Annonser

 

 Ønske Låt

 

 Spill

  Redakjonenens Sider
 

 Tyrkisk

 

 Azerbaycansk

 

 Persisk

 

 Filippinsk

 

 Urdu Religious

 

 Albansk

 

 Somalisk

 

 Afgansk

 
    Ukens Program
Tyrkisk Sending : Hver Søndag Fra kl.20:00 til 24:00 og fra kl.10:00 til kl.12:00(Tyrkisk-Azerbaycansk Sending)

Azarbeycansk Sending : Hver Mandag Fra kl.20:00 til kl.22:00

Persisk Sending : Hver Tirsdag Fra kl.20:00 til kl.23:00

Filippinsk Sending : Hver Onsdag Fra kl.20:00 til kl.23:00

Urdu Religious Sending : Hver Torsdag Fra kl.19:00 til kl.21:00

Kosova Albansk Sending : Hver Fredag Fra kl.20:00 til kl.23:00

Norsk Ungdoms Sending : Hver Lørdag Fra kl.20:00 til kl.23:00

 

 


        
  
   Afgansk Redaksjon  
 

     
 
هیواد راډیو ویبپاڼه د راټوکیدو په درشل کښې

اسلو: دخوښۍ ځای دی چې د پښتو نړۍ ورځ

 تر ورځه دپرمختګ پر لور ګامونه اخلي اونوي افغان نسل لیوال دي چېدنورو قوانینواودودونو ترڅنګ اسلامي شعایرو اوخپلو کولتوري

 
ارزښتونواودودونو ته نه یواځې داچې پاملرنه وکړي بلکه خدمت ته یی هم مټې راونغاړي
دادی داسلو ښار نه یو ښه زیرې لرو هغه داچې دهیوادراډیو د خپرونو ترڅنګ هیوادراډیو ویبپاڼه هم چمتو ده چې ستاسو هر ډول علمي ، دیني ،ادبي ، کولتوري ، سیاسي ، ټولنیزي او څیړنیزې لیکنې ، مطالب ، اشعار ، ټوټې ، کیسې ، داستانونه ، او داسې نور دانټرنیټ په مټ پر لیکه کړۍ. نو ټولو درنو لیکوالانو ، علماو، د نظرخاوندانو ، متخصصینو سیاسي شنونکو او د قلم خاوندانونه په درنښت هیله کیږي چې پخپلو علمي او معنوي مرستو مو بسیالري. همداراز ستاسو هرډول رغنده
نظریاتو او وړاندیزونو ته د قدر په سترګه کتل کیږي.مننه اداره
 انډیانا څوک وو؟
اېنديانا د امريكئ اصلي اوسيدونكي ؤ. دوۍ ډېر ښه خلك ؤ. د طبيعت سره ېې ډېره مينه وه. خپله هستوګنسيمه ېي د خداى د غوښتنې سره سم د طبيعي ښكلا په مستۍ كې ساتله. د ونو او ګلانو په اننگو كې د رښتيا رنګ ښكارېده. دا مغرورې ونى بيا هم مسكېدلې. دوۍ له د طبيعت كاڼي او بوټي لكه د خور او ورور په شان ګران ؤ. د اېنديانا بله ځانګړتيا داوه چې خپله خاوره ېې چاته نه پرېښوده، او هم ېې خپل مړي په اصلي ټاټوبي كې خاورو ته سپارل.
كله چې امريكه د كرستوف كولمپ له خوا كشفه شوه نو د اوروپا څخه ډېر سپين پوټكي امريكې ته ولاړل، دا ځكه چې د هغوي سترګې لا د اوروپا په شتمنيو باندې مړې شوې نه وې. كله چې دوۍ امريكى ته ورسېدل، نو بيا ېې د اېنديانا سره لاس په جنګ پورې كړ. اېنديانا ډېر مقاومت وكړ مګر اوروپايانو چې د صنعت نه بده استفاده كړيده ، په خپلو مودرنو وسلو سره ېې بيا هم د قوي اېديانا قوت مات او ډېر ژوبل ېې كړل. شتمني ېې ورله تالا كړه. وروسته لا بيا ښې ځمكې ېې هم ترې واخيستلې او دوې ېې شړو ځمكو ته وشړل چې هلته هيڅ هم نه كرل كېدل. بل ظلم ېې په دى بى وزلو دا ؤ چې بچيان به ېې ترې د اوه كلنۍ نه وروسته اخستل او د مور او پلار نه ډېر لېرې په ښوونځيو كې شاملول، او بيا به نو تر ېويشت كلنۍ پورې ېې خپل مور او پلار نه شول ليدلى.ددوې ښوونكي هم سپين پوټكي ؤ. ددې د پاره چې د خپل نژاد او كلتور څخه لېرې پاتې شي، د خپلواكۍ له احساس څخه ېي لېرې ساتل، چې د اېنديانا د يوالي مخنيوې وشي. كله چې سپين پوټكي ددى خاورې اوسيدونكي شول، طبيعت د صنعت او عصريت د لاسه مرور شو. د مغرورو ونو په اننګو باندې اوښكې روانې شوې، ګلونو كه ژبه لرلئ نو په كړيكو به ېي ژړلي واى.
د اېنديانا د پاچا وروستۍ خبره خپل ولس ته دا وه:
ّ كه وروستئ سيند زهرجن شي، او وروستۍ ونه له منځه ولاړه شي، او ورستئ كب (ماهي) ونيول شي، نو دوې له به ښكاره شي چې پېسى نه خوړل كيږي ّ.

د سپوږمۍ ملكزى ليكنه

زلزله څه ، څنګه او ولې پیښیږي؟

دیپلوم انجنیر اسدالله ملکزی

 

پیژندنه :

زلزله هغه پروسه ده چې د ځمكې لاندې د لیتوسفیر په طبقه كې واقع كيږي.

زلزله هغه وخت منځ ته راځي كله چې د ډبرو لوېې كتلې په مداوم يا بې د دمې خپل حجم ته په ډېر قوت سره تغير وركړي او په ېو كمزوري سيمه كې په ناڅاپه ډول ېو چاود منځ ته راوړي چې د دغو ډبرو كتلې په دغه كمزوري سيمه كې په ېودم دواړو خواو ته په حركت راځي او د ځمكې لاندې د ېو لړزش علت گرځي. دا ډول پیښې د ځمكې په پورتنۍ طبقې او د ځمكې په دوهمې طبقې كې واقع كيږي ، كوم چې د ډبرو هغه تختې چې ېوبل سره نږدې واقع دي او تغيرد حجم پكې موجودې دي.

د زلزلې د تفاهم دپاره باېد سړئ پوه شي، چې ځمكه په منځ منځ كې كوم قوي جسم هم نه دئ. نظر په هغو نتيجو چې دزلزلې د څپو څخه لاس ته راغلي، سړئ پوهيږي چې ځمكه لكه د ېو پيازغوټې په شكل د مختلفو پوټكو څخه جوړه شوې ده، چې دا هر ېو ېې د كيمياوي، د موادو تغيرات، تودوخي (حرارت) او د گڼ والي په لحاظ د ېوبل نه ډېر تفاوت لري چې ددې جملې څخه ډېر مهم يې د ځمكې پورتنۍ طبقه، د ځمكې دريم قشر او د ځمكې مركزي قشر دې.

د ځمكې پورتنئ يا لومړنئ قشرد ځمكې د وچې قارې او اوقيانوس څخه تسكيل شوئ. د ځمكې وچه قاره د ۲۵ او ۵۰ كيلو مترو پورې غښتلئ (ډبل) دئ چې زياته اندازه د كم تیزابي ډبرو لكه گرانیټ څخه تشكيل شوېدې. د اوقيانوس برخه د هغه د لوېوالي سره سره بيا هم ډېر كم د ۵ او ۸ كيلو مترو په منځ كې غښتلئ دئ او په زياته اندازه د گڼ بازالت ډبرو څخه تشكيل شوېدې.

د ځمكې لمړنئ قشر او د ځمكې د دوهم قشر پورتنۍ برخه دواړه ېوه طبقه جوړوي چې د لیتوسفیر په نوم ياديږي. ليتو په يوناني كې د ډبرې مانا وركوي. لیتوسفیر كلك او ددي دپاره چې د ځمكې پورتنۍ برخې ته نږدې دئ نو ځكه تقريباً سوړ دئ. ددى طبقې غښتلوالئ (پیړوالئ) د ۷۰ او ۱۲۰ كيلو مترو په منځ كې دئ. د دغې طبقې لاندې بله طبقه ده چې د استینوسفیر په نوم ياديږي .استینو په يوناني كې د پوست (نرم) مانا وركوي چې دا طبقه شخه او د پلاستيك په شان عكس العمل لري او د ۱۰۰۰ نه تر ۱۲۰۰ درجى سانتيګريت پورې تودوخي (حرارت) لري. د ډبرو له ډېر زيات زور (فشار) په وجه چې د (۱۰ټنه/متر مربع) څخه زيات دئ او دلیتوسفیر په سر واقع دئ،بيا هم نه شي كولائ چې دا تودې ډبرې ويلې كړي، سره ددې چې تودوخي هم په كافي اندازه موجوده ده.

لاندينئ قسمت د ځمكې د دوهمې طبقې پورتنۍ برخه میسوسفیر جوړوي چې ميسو په يوناني كې د منځ مانا لري چې دا د ځمكې په ۳۵۰ او ۷۰۰ كيلو مترو كې ښكته پروت دئ. د ۲۹۰۰ كيلو مترو په ژور والي كې د ځمكې د دوهمې طبقې لاندينۍ برخه ده.

د ځمكې منځنۍ (مركزي) طبقه د ۵۰۰۰ كيلو مترو په اندازه ټيټه پرته ده چې دا طبقه د زلزله سنج عالمانو د نتيجو څخه اوبلنه (مايع) او ډېره توده ده چې د تودوخي (حرارت) درجه ۶۰۰۰ سانټیګریټ ته رسيږي او دا د اوسپنې او نكل څخه گډ (الياژ) دئ.

په لیتوسفیر كې ډېر زښت د ډبرو تختې ړنګيږي او يا تجزيه كيږي چې دا بيا په ایستوفیر كې چې د پلاستيك ډوله عكس العمل لري، گډيږي او تل په حركت كې وي. ددى دننئ زور دومره زيات وي چې سړئ فكر كوي دا د ځمكې په دريمه طبقه كې د برق ېوه سخته جرقه ده. ددى جريان لامل لا تر اوسه نا معلوم دئ. كله چې دغه د ډبرو تختې ېو بل سره ولگيږي، ېو بل څخه بیلې شي او يا د ېو بل د خوا څخه په سولیدو تیرې شي، نو دغه تختې بيا خپل حجم ته په ډېر قوت سره تغير وركوي او ېو سخت تشنج منځ ته راوړي چې ورڅخه زلزله جوړيږي.

 

د زلزلې پیښه:

د زلزلې پیښیدل د عالمانو په نظر دا د ځمكې شکیدلو يا چاودېدلو فرضيه ده چې دغه تيوري تر ننه پورې هم د اعتبار وړ ده. دغه د ځمكې شکیدل يا چاودېدل په لیتوسفیر كې د هغو تختو تر منځ پولې (سرحدونه) دي، چې دا په عمودي زاويو ېو پر بل سړكونه او لارې جوړوي او بيا دغه تختې په ډېر ېو قوي حركت سره هغه ځاېو ته كوم چې مزاحمت يا ورانئ پكې راغلئ، متقابل پورې وهل كيږي. هغه كومې تختې چې په مزاحمت ځائ كې واقع دي، ددې د پاره چې د پورې وهل شوو تختو مخنيوئ وكړي او يا د ېو بل څخه تیرې شي، برعكس دغه تختې په دغه مزاحم ځائ كې خپلو څنډو ته تغير د شكل وركوي، هغه مستقيم سړكونه او لارې چې وې، خپل شكل بدلوي او په کږلیچو بدليږي . بيا دا پورې وهل اودريږي او په متداوم ډول سره د څنډو د تغيرشكل په وجه ېو تشنج منځ ته راځي چې سړئ ورته بیاتي (قیچي) كوونكي تشنج ویلاې شي. دا کیداې شي چې تر لسګونو كلونو پورې دوام وكړي، ېو نه ېو وخت دا تشنج دومره لويږي چې د مزاحمت په ځائ كې د ماتیدو په وجه سولیدنه شروع كړي او په دې ځائ كې بيا د دغه تختو څنډې ېو ناڅاپه په پورې وهلو شروع وكړي چې د پورته الوتنو اندازه يې دومره زياته وي چې مترونو فاصلو سره ډېره ساحه لاندې كوي. په دغه مزاحم ځائ كې بیرته ېوه ټیله ،لكه د ربړ په شان چې راښكل شي او بیرته خپل ځاى ته راشي، منځ ته راځي چې دلته هغه ډبرې چې خپل شكلونو ته تغير وركړئ وو، ډېر په سرعت سره ېو كمزره تشنجي حالت غوره كوي. هغه سړكونه او لارئ چې کږلیچې وې، بیرته خپل حالت نيسي خو خپل ځاېو ته تغير وركوي. د دغه آزاده پاتې شوې انرژۍ ېوه برخه په تودو وړانگو د زلزلې په څپو د ټولې ځمكې پر مخ منځ ته راځي او زلزله ورڅخه جوړيږي. د مزاحمت په هغه ځائ كې چې د ډبرو تختې ېو ناڅاپه خپل پورې وهنه شروع كوي، دا ټكى (نقطه) د زلزلى د داش يا د ځمكې په دننه كې د زلزلې اصلي مركز په نوم ياديږي او عمودي دده په سرد ځمكې په پورتنۍ سطح واقع ټكئ (نقطى) ته د ځمكې په سر د زلزلې مركز وېل كيږي. كله كله د ډبرو دغه كتلې په عمودي ډول پورې وهنه هم كوي چې ددې په وجه د ځمكې پر مخ لكه د پوړۍ( زينې) په شان چاود منځ ته راځي. څومره چې دغه پوري وهنه قوي او پراخه وي، هومره انرژي آزادوي او په همدا رنگه زلزله قوي وي. په لوېو زلزلو كې د ځمكې د چاود اندازه په مترونو ژور او په كيلومترونو اوږود وي.

 

د زلزلې نه مخكې زلزله او د زلزلې نه وروسته زلزله:

د ېوې زلزلې سره مخكې او وروسته زلزله مل وي. د زلزلې څخه مخكې(مقدماتي)زلزله دهغو ډبرو تغير د شكل څخه منځ ته راځي، چې دا ډبرې په مزاحم ځائ كې په پورې وهنه شروع وكړي. ددې د پاره چې دلته فزيكي شرايط لا قوي پورې وهنى ته برابر نه دي، نو ځكه وړاندې نه ځي خو بيا هم دى مقدماتي زلزلې سره ډېر واړه درزونه منځ ته راځي چې دا بيا په مرور د وخت سره خپل تشنج ذخيره كوي او په ېو قوي پورې وهنه شروع كوي چې غټ درځونه او چاود منځ ته راځي چې د قوي زلزلى علت كيږي.

 

د زلزلې زياتره واقعات او قوت:

ډېرو خلكو ته ځمكه ېوه ټينگه، تغير نه خوړونكې او حتى ېو نيم ته د بقاء ېو سمبول دې. دوۍ باور لري چې په ټينگه ځمكه قدم وهي، خو دا ېوه غولیدنه ده. د ځمكې لاندې په هيڅ ځائ كې آرام نه شته. زلزله سنج ښودلې ده چې په ټوله دنيا كې هر كال د ۸۰۰۰۰۰ څخه زيات د ځمكې لاندې لړزشونه منځ ته راځي چې دغه سړئ ډېر كم او يا هيڅ احساسولئ نه شي. په كال كې ۱۰۰ زلزلې د ۶ او ۷ درجو پورې واقع كيږي. د ۵ او ۱۰ كلونو منځ كې په ېو ځائ كې چې د زلزلې ساحه وي، د ۸ درجو څخه قوي زلزله منځ ته راځي.

سره ددې چې زلزله ډېر تاوانونه او خرابي منځ ته راوړي، خو بيا هم خلك د زلزلې پیښیدل د نصيب او قسمت پورى تړي.

ډېرې قوي زلزلې زياتره په جاپان كې واقع كيږي. د هغه وخت نه چې د زلزلې قوت ښودونكئ د ۱۹۰۴ نه شروع شوېدئ، تر اوسه قوي ترينه زلزله په ۲ د مارچ ۱۹۳۳ د جاپان په ختيځ ساحل كې د ۸،۹ درجو په اندازه وه. نورې زلزلې په ۱۹۶۴ الاسكا كې د ۸،۴ درجو په اندازه او د مكسيكو په ښار كې ۱۹۸۵ د ۸،۱ درجو په اندازه وې. د ټولو نه قوي زلزله چې په ۱۷۵۵ كې په ليسابون كې واقع شوې وه، د ۹ درجو په اندازه اټكل شوئ وو.

 

د زلزلې تاوانونه:

زلزله په راز راز ډولونو ورانئ لري. د زلزلې اغيزه د هغه د قوت او د مركز (ايپوسنټر) څخه د لرې والي پورې اړه لري.كه د زلزلې ټكان د زلزلې مركز ته نږدې او يا د زلزلې د داش په سر وي، دومره قوي وي، چې هغه شيان كوم چې په دغه ځائ كې وجود ولري، نو هوا ته يې الوزوي، ودانۍ په ټكان لړزوي چې يا خو نړيږي او يا چپه كيږي . د زلزلې څپې دده نه بغیر نورې جانبي اغيزې هم لري. كله چې د اوبو رسولو (آب رسانۍ) اضافي نلونه د درزونو په واسطه له منځه ولاړې شي ، نو د گاز مات شوي نلونه او د قوي برق خراب لاینونه، د اور د لګیدوپه وجه ېو ډېر تباه كوونكئ خطر منځ ته راوړي. د ځمكې ښوېيدنه، د واورې ښوېيدنه، د ځمكې چاودېدل او يا په ځمكه كې مترونو مترونو پورې د چاود پوړۍ( زينې) جوړېدل، دا ټول د تاوانونوعلتونه کیداې شي. د زلزلې په قوي ټكان باندې هغه ترسب شوي میده شگه او يا خاوره د اوبو سره گډيږي او مايع عكس العمل ښكاره كوي، د ځمكې لاندې سامانونو ته تاوان رسيږي چې ودانۍ او يا ټوله ځمكه سره پرې كوي. په ساحلونو كې چیرته چې د زلزلې ساحه ده خصوصاً په بحرونو كې د زلزلې په وجه ډېرې اعظمې څپې منځ ته راځي چې دا د تسونامي په نوم ياديږي او دغه عظيمې څپې هغه مناطقو ته چې په ټيټو ساحو كې واقع دي، ډېر بې رحمه آفتونه منځ ته راوړي.

مخكې د مخكې نه د ېوې زلزلې د کیدو اټكل كول:

د عالمانو د څیړنو له مخې، تر اوسه پورې د زلزلې دقيق وخت او ځائ معلومول نا ممكن دئ. مختلف معین علتونه دي چې د څرنگوالي له مخې تر ډېر حده سړئ پوهیداې شي. خو هر اړخيزه د زلزلې اساسي اندازه معلومول، كوم چې د زلزلې د داش په پروسه كې واقع كيږي، تر ډېر حده نا ممكن دئ چې سړئ د ېو زلزلې د كيدو اټكل په ېو معین ځائ او يا په معین وخت كې وكړي. خو بيا هم سړئ ، عجالتاُ ، احتمالي څرگندونې كولاې شي. چې ېو نيم ددې څخه جيوفزيكي ډېر لوې او بد بدلون دئ. د مثال په ډول: د زلزلې د ټكان سرعت، د ځمكې میلان پیدا كول او يا د ډبرو الکټرو مگنيتي خواص. د احصايې له مخې نورې اساسي څرگندونې لكه د زلزلې د ټكان آرامیدل او بيا وروسته په ډېر لنډو كې ېوې ډېرې لوېې پیښې ته اشاره كول، د حیواناتو غیرارادي او تكرار تكرار رمباړې وهل چې دا هم په ډېرو لنډو كې د ېو لوې آفت نښې دي. پای

 

Telefon og fax i studio :22364080

 

Program: Hver Søndag kl.10:00 til kl.12:00 (2 timer) på Radio Inter Fm 107.7 mhz

 

 

 

 

 Siste Nytt

Kommer en ny redaksjon til Radio Inter Fm

 

 

    Webstats4U - Free web site statistics

Dere kan skrive om Radio Inter Fm klikk her

Klikk her for å høre Radio Inter Fm
For å chatte med folkens klikk her

                                 

                                               

Yeni Sayfa 1
Copyright © 2006 Radio Inter Fm All Rights reserved.Designed By Kt Web Design